د کابل سرپرست ښاروال د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی

26 حوت 1396 ساعت 9:02

د افغانستان لوی څارنوالي وايي، د کابل په سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي د اداري فساد او له دندې د ناوړه استفادې تورونه پورې شوي دي.


د افغانستان لوی څارنوالي وايي، د کابل په سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي د اداري فساد او له دندې د ناوړه استفادې تورونه پورې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، د حبیب زي دوسیه لویې څارنوالۍ ته رسېدلې، چې لویې څارنوالۍ هم له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلې ده تر څو یې وځېړلي.

جمشید زیاتوي، چې پر سرپرست ښاروال او د ښاروالۍ په یو شمېر نورو کارکوونکو تور دی، چې په اداري فساد کې ښکېل او له دندې یې ناوړه ګټه پورته کړې.

په سرپرست ښاروال دا تور هم دی، چې د ښاروالي ځینې قراردادونه یې هغه شرکتونو ته ورکړي، چې دی ورسره نېږدېوالی لري.

خو په ورته وخت کې سرپرست ښاروال حبیب زي دغه تورونه ردوي او دا د یو شمېر کړیو دسیسې بولي او وايي دغه کړۍ کړۍ هڅه کوي، چې د ښاروالۍ د کارونو مخه ونیسي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاروالۍ ټول کارونه په پوره شفافیت او چټکتیا سره روان دی او د ځانګړو مافیايي کړیو ورته فشارونه به یې د کارونو او فعالیتونو مخه و نه نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102436

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102436/

جمهور
  https://www.jomhornews.com