د کابل په ځانمرګي برید کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 حوت 1396 ساعت 9:08

امنیتي چارواکي وایي، په کابل کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


امنیتي چارواکي وایي، په کابل کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن شنبې د کب ۲۶ مه سهار څه باندې ۹ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د دسپېچرۍ په سیمه کې رامنځ ته شو.

د کورنیو چارو وزارت نجیب دانش وايي، ځانمرګي بریدګر د کابل د صنعتي پارک په پنځم سړک کې د یو بهرني شرکت سره نږدې خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوی دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې د بریدګر هدف همدا شرکت و، که کوم بل ځای.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102437

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com