ازبکستان غواړي له سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، او په خپل څنګ کې یو با ثباته او امن افغانستان ولري.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ازبک رسنۍ وايي، په همدې تړاو به د تاکشند په غونده کې د افغان او ازبک چارواکو تر منځ خبرې اترې وشي.
د ازبکستان رسنۍ زیاتوي، د تاشکند په غونډه کې چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۶ او ۲۷مه جوړېږي ازبک او افغان چارواکي د اړیکو پر لا پراختیا او ښه والي خبرې کوي.
سرچینه زیاتوي، چې دوی به په سیمه کې له افغانستان سره په ګډه د سترو پروژو پر طرحه کار کوي او همدا راز به د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پر اسانتیاوو خبرې کېږي.
ازبک چارواکي وايي په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي نو په همدې موخه یې د سولې د کنفرانس تابیا کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل