طالبان:

تر اوسه مو مشرانو د غني د سولې د وړاندیز په اړه پرېکړه نه ده کړې

26 حوت 1396 ساعت 9:12

راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو مشرتابه تر اوسه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د وړاندې شوې طرحې په اړه خپله پرېکړه نه ده کړې.


راپورونه وايي، د وسله والو طالبانو مشرتابه تر اوسه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د وړاندې شوې طرحې په اړه خپله پرېکړه نه ده کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر دوه اونۍ وړاندې د کابل پروسې په غونډه کې چې د ۲۵ هېوادونو، ملګروملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا استازو هم په کې ګډون درلود طالبانو ته د بې قید شرط سولې وړاندیز وکړ.

د افغان ولسمشر له دغه طرحې څخه په نړیواله کچه ملاتړ او ستاینه وشوه او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ، چې د سولې دغه طرحې ته لبیک و وايي او له جګړې لاس واخلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې د دوی مشرانو تر اوسه د دې طرحې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه یې د مشرانو موقف له ده سره نه دی شریک شوی او په دې اړه هم کومه تبصره نه شي کولای.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دې طرحې په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دوه ځلې ویلي چې دوی له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره غواړي د سولې خبرې وکړي.

خو امریکا په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د دوی پر ځای دې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني او افغانستان روان بحران دې پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com