چودري:

امریکا او پاکستان ته پکار ده، چې د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي

26 حوت 1396 ساعت 9:28

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري وايي، امریکا او پاکستان کولی شي په ګډه د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي.


په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري وايي، امریکا او پاکستان کولی شي په ګډه د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي.

د جمهور آژانس خبر له مخې چودري زیاته کړې، چې یو باثبات او سوله ییز افغانستان د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او ددغه هدف د ترلاسه کېدو لپاره باید اړیکې ورغول شي.

د هغه په وینا په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کېږي او امریکا ته په کار ده، چې د افغان ستونزې د حل لپاره په ګډه هڅې وکړي.

چودري ټینګار کړی، چې پاکستان او امریکا ته په کار ده، چې خپلې اړیکې سره سمې کړي ځکه په وینا یې کله چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سمې وې نو مشترکې موخې په اسانۍ تر لاسه کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او ددغه هدف د ترلاسه کېدو لپاره باید اړیکې ورغول شي.

ده ادعا کړې، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتینی دی او د نظامي عملیاتو پر مهال یې ډېری ترهګر له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي، چې پاکستان لکه څنګه چې ښايي دغسې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات نه دي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102442

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102442/

جمهور
  https://www.jomhornews.com