د المان بهرنیو چارو وزیر:

د اسلام لپاره په آلمان کې ځای نشته دی

26 حوت 1396 ساعت 9:56

د آلمان د بهرنیو چارو نوي وزیر هورست زیهوفر ویلي په دغه هېواد کې د اسلام او مسلمانانو لپاره ځای نشته دی.


د آلمان د بهرنیو چارو نوي وزیر هورست زیهوفر ویلي په دغه هېواد کې د اسلام او مسلمانانو لپاره ځای نشته دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هورست زیهوفر چې نوی د المان د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی زیاته کړې، چې د کډوالو لپاره شته قوانین باید تر بیا کتنې لاندې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې قوانینو کې باید په المان کې د مسلمانانو د ژوند په اړه نوي نظریات وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د المان لومړۍ وزیره انګلامېرکل په دې باور ده، چې باید په دغه هېواد کې د کډوالو په قوانینو کې نرمښت رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102443

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102443/

جمهور
  https://www.jomhornews.com