د مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس پاکستان ته ځي

26 حوت 1396 ساعت 11:01

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې پاپ د تېرې پنشنبې په ورځ په واتیکان کې له یو شمېر پاکستاني مسیحیانو سره لیدلي او د هغوی په دغوت به پاکستان ته سفر وکړي.

ویل کېږي، پاکستاني مسیحیانو په دې لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو مسیحیانو د ستونزو په اړه له پاپ سره خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې هم پاکستاني رسنیو و ویل، چې د مسیحیانو مشر پاپ د پاکستان د هغه وخت د لومړي وزیر نواز شریف په بلنه دغه هېواد ته د سفر نیت کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102448

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102448/

جمهور
  https://www.jomhornews.com