اروزګان او هلمند کې ۳۳ وسله وال وژل شوي دي

26 حوت 1396 ساعت 11:23

د ملي دفاع وزارت وايي، په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو کې ۳۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو کې ۳۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د کب ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د اروزګان په چورې او د هلمند په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې د طالبانو پر پټنځایونو شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۲۰ وسله وال وژل شوي، درې پتڼځایونه، درې موټرسایکلونه، او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دغه زار په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې بیا د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې، ۲۵ پتڼځایونه، د ماینونو یوه زېرمه، ۸۳ کړۍ ماینونه او ۳۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102451

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102451/

جمهور
  https://www.jomhornews.com