۰

افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی

شنبی ۲۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۱
د کورنیو چارو وزارت وايي، ګډو افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو پر یوه غونډه برید کړی
د کورنیو چارو وزارت وايي، ګډو افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن شنبې د کب ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان تېره ورځ جمعه مازیګر د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اتک سیمه کې راغونډ شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې طالبانو په دې غونډه کې په اتک سیمه کې د بریدونو له پاره پلانونه چمتوکول، چې افغان ځواکونو یې پر وړاندې عملیات تر سره کړل.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان پوځیانو او پولیسو په دې ګډو عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، د دریو وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر پتې شوې او دغه راز د هغی یو میل راکټ، ۵ عرادې موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي