سیمه ييز اوسېدونکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۹ ولسي وګړي وژلي او څو تنه یې له ځان سره وړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ هدیه خېلو او ماڼو سیمو کې شوې رامنځ ته شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وایي، د ملي امنیت د ۰۲ ځانګړې قطعې ځواکونو په یادو سیمو کې د شپې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۹ تنه وژلي او څو تنه نوریې ټپیان کړي ډي.
د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې درې ښوونکي هم شامل دي او پر داسې مهال وژل شوي، چې د کرونې په اوبه کولو بوخت وو.
د سیمې اوسېدونکي دا هم وایي، چې ځانګړو ځواکونو ۸ تنه نور له ځان سره وړي دي.
د چپرهار لسګونو کسانو نن سهار د وژل شویو کسانو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته د لاریون په شکل راوړي، چې د لاریون پر مهال د ولسوالۍ د امنیتي ساتونکو له خوا یو لاریون کوونکی هم په ډزو وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم په یاده سیمه کې د عملیاتو او مرګ ژوبلې پخلی کوي، خو وايي په دې اړه څېړنې روانې دي، چې وژل شوي کسان څوک دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار