افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار ناصر جنجوعه سره د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د سولې او دغه راز له پاکستان سره د هر اړخیزه مذاکراتو پر پیل او څرنګوالي خبرې کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار تېره ورځ د کب ۲۶ مه کابل ته راغی او لومړی یې له خپل سیال محمد حنیف اتمر سره ولیدل.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان حکومت له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې په تړاو د وړاندې شوې طرحې ملاتړ کړی او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې.
له دې وروسته جنجوعه ولسمشر غني ته ورغلی او دواړو لورو د افغانستان له خوا طالبانو ته د سولې په وړاندیز او پاکستان سره د هر اړخیزو مذاکراتو په پیل او څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیمهییز اتصال او سیمهییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث تر څنګ د جرمي اقتصاد او تروریستي شبکو په فعالیت او هغو سره د مبارزې په لارو چارو هم خبرې وشوې.
همداشان ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دولت په دولت مذاکراتو د پيل په خاطر چې د "کابل پروسې دویم کنفرانس" کې پرې ټینګار شوی و، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي ته رسمي بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
د دغه لیدنې نه وروسته د ښاغلي غني په ټویټر پاڼه د دې لیدنې کتنې عکسونه خپاره شوي او لیکل شوي چې د پاکستان صدراعظم ته یې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل