غور کې ماین چاودنې ۶ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

27 حوت 1396 ساعت 9:48

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ شنبې د کب ۲۶ مه د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د پای حصار په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غور د پولیسو ویاند اقبال نظامي ویلي، دغه ماشومانو خپلې مېږې څرولې، چې ماین پرې چاودلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي، خو په دې اړه یې نور هېڅ ډول جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102489

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102489/

جمهور
  https://www.jomhornews.com