د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د یوه سربند او اوبو لګونې د کابل د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې سربند د جوړېدو چارې تېره ورځ د کب ۲۶ مه د اوبو او برېښنا د وزیر علي احمد عثماني او د یاد ولایت د سیمه ییزه چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شوې دي.
دغه کانال چې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې جوړېږي ۷۲ کیلومتره اوږدوالی لري.
د اوبو او برېښنا وزیر د دغه سربند د چارو د پیل په مراسمو کې و ویل د سلما بند تر جوړېدو وروسته وزارت هوډ کړی، چې د هريرود پر سیند پراته کانالونه هم په پرمختللې ډول جوړ کړي.
د هغه په وینا د اوبو او برېښنا وزارت په دېر ژر پر دغه رود خونه د اوبو لګونې د نورو کانالونو د جوړېدو چارې هم پیل کړي.
ښاغلي علي احمد عثماني زیاته کړه، چې په نېږدې راتلونکې کې به د کبګان د بند جوړېدو چارې هم پیل شي، چې په جوړېدو سره به یې ۱۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو اسانتیا رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:هرات