۰
ډاکترعبدالله:

د کډوالۍ ټولې ادارې باید د کډوالو په تړاو د افغان حکومت د پلان ملاتړ وکړي

یکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د کډوالۍ اړوند ټولې ادارې او بنسټونه باید د کډوالو په تړاو د افغان حکومت له پلان او فعالیتونو ملاتړ وکړي.
د کډوالۍ ټولې ادارې باید د کډوالو په تړاو د افغان حکومت د پلان ملاتړ وکړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د کډوالۍ اړوند ټولې ادارې او بنسټونه باید د کډوالو په تړاو د افغان حکومت له پلان او فعالیتونو ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارې IOM له عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ سره په لیدنه کې کړې دي.

ښاغلي عبدالله ویلي افغان حکومت غواړي، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، خو په وینا یې د هغوی ستنېدنه په خپله خوښه او باعزته وي.

نوموړي و ویل، چې افغان حکومت د بیا راستنېدونکو افغانانو لپاره د هیواد دننه د سرپناه، روغتیا، تعلیم او نورو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کي یو تعداد کارونه کړي او لا هم دوام ورکوي.

عبدالله له ای او ایم او نورو ادارو څخه هم وغوښتل، چي بیا راستنېدونکو سره لازمه مرسته وکړي او له کوربه هیوادونو سره کار وړي، څو په زوره افغان کډوال له خپلي خاوري ونه باسي.

په ورته وخت د IOM عمومي مشر ویلیام لاسی سوینګ بیا راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه سوو ته د پاملرني په برخه کي د افغان حکومت هڅي وستایلې او د خپل دوامدار ملاتړ ډاډ ئې ورکړ.

هغه ویلي، اداره یې خپلو همکاریو او فعالیتونو ته ژمنه ده او هیله لري، چې د افغان حکومت د اړوندو وزارتونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کي د کورنیو بې ځایه سوو وضعیت ته د رسېدني او له هیواد د باندي د مهاجرو افغانانو لپاره د پاسپورټ او قانوني اسنادو د صدور پر موضوع هم خبري وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي