پوتین د څلورم ځل له پاره د روسیې ولسمشر شو

28 حوت 1396 ساعت 8:13

د روسې ولسمشر ولادمیر پوتین د څلورم ځل له پاره د روسیې د ولسمشرۍ څوکۍ خپله او د شپږو نورو کلونو له پاره د روسیې ولسمشر شو.


د روسې ولسمشر ولادمیر پوتین د څلورم ځل له پاره د روسیې د ولسمشرۍ څوکۍ خپله او د شپږو نورو کلونو له پاره د روسیې ولسمشر شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې تېره ورځ یک شنبې د کب ۲۶ مه تر سره شوې، چې په کې پوتین د ۷۶.۶ رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د روسې ولسمشر وټاکل شو.

دغه راز د کمونېسټ ګوند مشر پاول ګرودینین د یو ۱۱عشاریه رأیو په اخېستلو سره په دوهم او د سخت دریځو نېشنلسټانو د ګوند کاندید ولادیمیر ژیرینفسکي یو عشاریه ۶ فیصده رأیو په خپلولو سره په درېیم مقام کې دی.

د روسیې د ټاکنو کمېسیون د پوتین دغه بری فوق العاده بللی او خپله پوتین هم د مسکو په سره میدان کې خپلو پلویانو ته خپل بریالیتوب اعلان کړ او له هغوی یې مننه وکړه، چې یو ځل بیا یې پر دغه باور وکړ او رایه یې ورکړه.

پوتین و ویل، چې د روسیې ولس په دې ټاکنو سره وښوده، چې دوی د تېرو څو کلونو لاس ته راونې ښې جاج کړې او وروسته له هغې یې د رایې ورکولو پرېکړه کړې ده.

باید و ویل شي دا څلورم ځل دی، چې پوتین د روسیې ولسمشر ټاکل کېږي.

د چین ولسمشر شي جېن پینګ لومړۍ بهرنی مشر دی، چې پوتین ته یې د بریا مبارکي ورکړې ده او ویلي یې دي، چین چمتو دی، چې له روسیې سره په لوړه کچه د اړیکو د ټنګښت او ساتلو په برخه کې کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102516

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102516/

جمهور
  https://www.jomhornews.com