د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د چابهار بندر د فعالولو لپاره دې اړونده هېوادونه عملي ګامونه چټک کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې تېره ورځ د کب ۲۷ مه کابل کې د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې په پرانيستغونډه کې ګډون وکړې.
نوموړي د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز له لوري د چابهار بندر په اړه د شوې تازه څېړنې ارزښتناکه وبلله او ویې ویل، چې چابهار د افغانستان، ایران او هند د خلکو لپاره یوه اغېزمنه پروژه ده، چې دغو هېوادونو یې له پخوا څخه د عملي کېدو هیله درلوده.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د چابهار بندر په فعالولو سره به د درېیو واړو هېوادونو د خلکو په ژوند او سوداګرۍ کې اساسي بدلون راشي او په دې برخه کې د درې واړو هېوادونو عملي اقدامات د راتلونکي لپاره هیله مندي ډېروي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس و ویل، دوی هیله لري چې پاکستان په ټرانزیټي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ستونزې رفع او د ګډو ګټو پر اساس اقدامات غوره کړي.
باید و ویل شي، چې په دغه غونده کې په افغانستان کې د هند او ایران سفیرانو هم برخه اخیستې وه او د چابهار بندر پر اهمیت یې خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل