خوست کې د حقاني شبکې ۱۴ کسیزه ډله نیول شوې

28 حوت 1396 ساعت 9:06

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې یوه څوارلس کسیزه ډله نیولې ده.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې یوه څوارلس کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملی امنیت ریاست نه نن دوشنبې د کب ۲۸ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په خوست ولایت کې نیول شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې نیول شويو کسانو د خوست ولایت په بېلا بېلو برخو کې د افرادو او اشخاصو په ترور او ماین اېښودلو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د قوماندان رحمت الله په لارښوونه یې د پکتیا ولایت پر جاني خېلو ولسوالۍ په برید کې هم ګډون کړی وو.

باید و ویل شي، چې وسله والو د روان کال په تېر دوبي کې د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ برید وکړ او هغه یې د څو ورځو له پاره په خپل ولکه کې راوستې وه خو د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې بېرته ولسوالي ترې ونیول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102522

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102522/

جمهور
  https://www.jomhornews.com