د کورنیو چارو وزارت:

ننګرهار کې طالب ولسوال له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی

28 حوت 1396 ساعت 10:53

د کورنیو چارو وازرت وايي، په ننګرهار ولایت کې یو طالب ولسوال له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی دی.


د کورنیو چارو وازرت وايي، په ننګرهار ولایت کې یو طالب ولسوال له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزرت نن دوشنبې د کب ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جګړه تېره ورځ د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې.

د سرچینې په وینا جګړه د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ شوې، چې په کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ټپیانو کې د مومند درې ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عبدالعزیز هم شامل دی.

خبرپاڼه وايي پولیس په یاده سیمه کې په ګزمه بوخت و، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل او د جګړې په ترڅ کې له طالبانو دوه میله راکټ هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې جګړه کې افغان پولیس او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102524

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102524/

جمهور
  https://www.jomhornews.com