۰
اکرم خپلواک:

هېڅ سیمه طالبانو ته نه سپارل کېږي، د حکومت په پلان کې دا کار نشته

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۹
د سولې عالي شورا هغه ګنګوسې او راپورونه په کلک رد کړل، چې ګڼې د سولې له پاره ځینې سیمې طالبانو ته سپارل کېږي.
هېڅ سیمه طالبانو ته نه سپارل کېږي، د حکومت په پلان کې دا کار نشته
د سولې عالي شورا هغه ګنګوسې او راپورونه په کلک رد کړل، چې ګڼې د سولې له پاره ځینې سیمې طالبانو ته سپارل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې ویل کېدل، چې افغان حکومت د سولې د رامنځ ته کېدو له پاره غواړي ځینې سیمې په ځانګړي توګه هلمند ولایت طالبانو ته وسپاري.

د دغه طرحې وړاندیز د حزب اسلامي مشر هم کړی و او په خپله یوه مرکه کې ویلي و، چې د سولې له پاره باید طالبانو ته ځینې سیمې وسپارل شي تر څو هغوی له همغه سیمې د سولې پلان پر مخ یوسي.

خو د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس اکرام خپلواک نن دوشبنې د کب ۲۸ مه کابل کې د سولې په تړاو د سولې عالي شورا او دیني عالمانو په یوه غونډه کې دغه ګنګوسې او راپورونه په کلکه رد کړل.

خپلواک و ویل، چې هېڅ یوه سیمه به هم طالبانو ته ونه سپارل شي او نه هم طالبانو ته د کومې سیمې د سپارلو مسله مطرح شوې.

د هغه په وینا د حکومت د سولې په پلان کې داسې کوم څه نشته او نه د افغانانو په اجماع کې چې له مخې یې ځینې سیمې وسله والو طالبانو ته وسپارل شي.

هغه د سولې راتلو ته خوشبیني وښوده او ویې ویل، چې د سولې عالي شورا خپلې هڅې پیل کړې دي او د سولې د راتګ او سیاسي مذاکراتو د پيل لپاره هيلې شته دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې عالي شورا په ولایتونو او مرکز کې د قومي مخورو او دیني علماوو پر مټ د سولې لپاره پراخې هڅې پيل کړې دي او ددې تمه شته چې مثبتې پایلې به ولري.

دغه راز هغه په اندونزیا کې د سولې په تړاو د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د اسلامي علماو پر جوړېدونکي کنفرانس خوښي وښوده او ویې ویل، چې افغانستان د دغه کنفرانس له پاره ټول چمتوالی نیولی او یوازې د هغه هېواد د چارواکو پرېکړې ته انتظار باسي.

د سولې عالي شورا یو بل تن غړي مولوي عطاالله لودین هم دغه کنفرانس ته هیله مندي وښوده او ویې ویل، چې په دې کنفرانس کې به اسلامي علما دا جوته کړي، چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ ډول دیني سبغه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي