۰
د شفافیت د څار اداره:

افغانستان اوسمهال د کانونو د استخراج تړون ته تیار نه دی

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۷
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، افغان حکومت غواړي له امریکايي شرکتونه د افغانستان کانونه استخراج تړونونه لاسلیک کړي.
افغانستان اوسمهال د کانونو د استخراج تړون ته تیار نه دی
د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، افغان حکومت غواړي له امریکايي شرکتونه د افغانستان کانونه استخراج تړونونه لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن دوشنبې د کب ۲۸ مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغان حکومت پر دغه کار نیوکه وکړه او ویې ویل، چې حکومت له دغه څه ولس تر اوسه نه دی خبر کړی.

د یادې ادارې مسوولینو و ویل، چې افغان حکومت د لویو او متوسطو کانونو د استخراج ظرفیت نه لري، خو غواړي چې له امریکا سره د کانونو د استخراج په برخه کې تړونونه وکړي.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره ادارې مشر سید اکرام افضلي زیاته کړه، چې افغان حکومت په دې تړاو له ځینو امریکايي کمپنیو سره خبرې هم کړې او په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو ترمنځ تړونونه هم لاسلیک شي.

افضلي پر حکومت نیوکه وکړه، چې له امریکا سره د کانونو د استخراج د تړونونو په اړه یې تر اوسه خلکو ته اطلاعات نه دي ورکړي، په داسې حال کې، چې دا د افغان ولس شتمني ده او حق لري چې په اړه یې پوهاوی ولري.

د افغانستان د شفافیت د څار اداره ادارې مشر سید اکرام افضلي وايي، د افغان حکومت دغه ډول کړنې د افغانانو د اندېښنې سبب ګرځي.

افضلي ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال د کانونو د استخراج تړون ته تیار نه دی او له شفافیت او اصلاحاتو پرته په دې برخه کې هر ډول اقدام د افغانانو په زیان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د رپوټونو له مخې د افغان حکومت یو پلاوی څو ورځې ورځې وړاندې امریکا ته تللی و او د افغانستان د کانونو د استخراج او په دې برخه کې یې پر پانګونه له یو شمېر امریکايي شرکتونو سره خبرې اترې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي