سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په میدان وردګو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ تنه ټپان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د کب ۲۸ مه د کابل – کندهار پر لویه لار د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د بادام په سیمه کې رامنځ ته شوې.
چارواکي، وايي پېښه د دوه ټونس موټرو د مخامخ ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپیان شوي.
د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني زیاتوي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د څلورو تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.
باید و ویل شي، چې د کابل- کندهار او کندهار- هرات پر لویه لار دغه ډول پېښې زیاتره د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروایۍ له امله رامنځ ته کېږي.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ