۰
مجددي:

که ټاکنې و نه شي جهادي ګوندونه به لویه جرګه راوبولي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۱۷
د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وایي، که حکومت پر وخت ټاکنې تر سره نه کړي، نو دغه ګوندونه به لویه جرګه راوبولي.
که ټاکنې و نه شي جهادي ګوندونه به لویه جرګه راوبولي
د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وایي، که حکومت پر وخت ټاکنې تر سره نه کړي، نو دغه ګوندونه به لویه جرګه راوبولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي او جهادي ګوندونو د عالي شورا مشر او پخوانی جهادي رهبر صبغت الله مجددي چې تېره ورځ یې په دې اړه جوړه شوې یوه غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې حکومت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره هېڅ اراده نه لري او نه غواړي ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره شي.

مجددي خبردارۍ ورکړ، چې که حکومت ټاکنې پر خپل وخت تر سره نه کړي نو ګوندونه به د لویې جرګې په جوړېدو سره به ولسمشر او د ملي شورا غړي وټاکي.

نوموړي په ورته وخت کې د افغان حکومت له خوا د طالبانو سره د سولې په اړه په وړاندې شوې طرحه هم نیوکه وکړه او هغه یې د طالبانو او پاکستان په ګټه وبلله.

ښاغلي مجددي و ویل، چې په دې طرحه کې طالبانو ته ځینې داسې امتیازونه ورکړل شوي، چې باید نه وای ورکړل شوي.

هغه طالبان یوه متجاوزه ډله و وبلل او ویې ویلو چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې په اشارې سره افغان ماشومان، ښځې او ځوانان وژني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي