۰

د امریکا لوی درستیز د جګړې د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلی

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۳
د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جویف ډنفورډ د افغان جګړې د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلی دی.
د امریکا لوی درستیز د جګړې د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلی
د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جویف ډنفورډ د افغان جګړې د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ډنفورډ تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۸ مه لپاره بګرام هوايي اډې ته راورسېد او وایي د سفر موخه یې د امریکا د نظامي ماموریت اغیزناک سنجول او ارزول دي.

نوموړي خبريالانو ته ویلي غواړي له هغه اصلي سلاکارانو سره خبرې وکړي. چې هره ورځ په میدان کې له افغانانو سره کار کوي او په دې اړه نتیجه واخلي چې موږ په څه حالت کې یوو.

جنرال ډانفور زیاته کړې« اصلي هدف دا دی چې موږ خپله ارزونه ولرو او پوه شو چې په را روانو څو میاشتو کې د څه شي تمه لرو.»

دغه امریکايي جنرال وايي اوس ټول پام په دې دی چې ډاډه شي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جان نیکلسن خپل د اړتیا وړ امکانات لري او په دې هم پوه شي چې د افغانانو د جنګ پلان څه دی.

له دغه سره د لوی درستیز استخباراتي، لوژیستیکي او ستراتیژیکي چارواکي او سلاکار ډګر جنرال جان ډبلیو تراکسیل هم په دې سفر کې ملګری دی.

باید و ویل شي، چې جنرال جوزیف ډنفورډ له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو قومندان و.

جنرال ډنفورډ پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې تر دغه څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس هم افغانستان ته راغلی وو او له افغان چارواکو سره یې د امنیتي مسایلو تر څنګ د سولې په تړاو هم خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي