۰
واشنګټن کې د پاکستان سفیر:

که امریکا سوله غواړي له افغانستان دې د سترتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۵
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري ویلي که امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نو د جګړې تګلاره دې د سولې په تګلاره بدله کړي.
که امریکا سوله غواړي له افغانستان دې د سترتېرو د ایستلو پلان جوړ کړي
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودري ویلي که امریکا په افغانستان کې سوله غواړي نو د جګړې تګلاره دې د سولې په تګلاره بدله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چودري زیاته کړې، چې پاکستان له امریکا او افغان حکومت سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دی، خو د سولې لپاره امریکا او افغان حکومت باید د امریکايي ځواکونو د وتلو پلانونه جوړ کړي.

هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې په هممهاله توګه سوله او جګړه مخ ته نه شي تللی او امریکا ته پکار ده، چې خپل جګړیزه تګلاره د سولې په تګلاره بدله کړي.

دغه پاکستاني دیپلومات ویلي، چې د افغانستان جګړه د نظامي لارې حل نه لري بلکې دغه ستونزه باید له سیاسي او دیپلوماتکیو لارو حل شي.

چودرې پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې امریکايي چارواکو په وار وار پاکستان له ترهګرو ډلو او وسله والو ډلو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي، چې هغه وسله والې ډلې، چې په افغانستان کې ورنکاري فعالیتونه لري مرکزونه یې په پاکستان کې دي او له هغه ځایه همایه کېږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۸ مه په کابل کې د افغانستان د نوي کال په مناسب جوړه شوې غونډه کې و ویل، چې دوی له پاکستان څخه غواړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او له ملاتړ څخه یې لاس واخلي.

هغه دا خبردارۍ هم ورکړی، چې که پاکستان دا کار ونه کړي نو امریکا به یې پر وړاندې نور فشاري ګامونه هم واخلي خو دا چې څه ډول ګامونه به اخلي جزیات یې نه دي ورکړي.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي