سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه وسله وال غله تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۸ مه د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د جبل السراج ولسوال سیف الدین بیدار وایي، یادو کسانو تېره اوونۍ یو کرولا موټر غلا کړی و، خو تېره ورځ د پل مټک په سیمه کې کې ونیول شوي.
د ولسوال خبره دغه کسانو په پروان ولایت کې په څو نورو غلاو کې هم لاس درلود.
د پروان د سیمه ییزه چارواکو د معلوماتو په اساس په ۱۳۹۶ کال په دغه ولایت کې ټولټال ۲۰ وسله وال غله نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل