۰
پنټاګون:

طالبان له پاکستان جګړه تنظیموي، خو امریکايي ځواکونه یې د تعقیب اجازه نه لري

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۸
د امریکا ددفاع وزارت یوه ویاند مایک انډرېوس ویلي، افغان طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.
طالبان له پاکستان جګړه تنظیموي، خو امریکايي ځواکونه یې د تعقیب اجازه نه لري
د امریکا ددفاع وزارت یوه ویاند مایک انډرېوس ویلي، افغان طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انډرېوس زیاته کړې، چې په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه یو حقیقت دی او له دې حقیقته سترګې نه شي پټېدای.

د هغه په وینا وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړه کوي او له هغه وروسته په پاکستان کې خپلو مرکزونه ته ورګرځي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکايي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې د دغو ډلو د له منځه وړلو
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکايي ځواکونه د پاکستان په خاوره کې د دغو ډلو د له منځه وړلو اقدام نه کوي زیاته کړې، امریکايي ځواکونه اجازه نه لري چې د افغانستان له پولو بهر ترهګر تعقیب کړي.
اقدام نه کوي زیاته کړې، امریکايي ځواکونه اجازه نه لري چې د افغانستان له پولو بهر ترهګر تعقیب کړي.

د امریکا د دفاع وزارت دغه ویاند وايي، امریکايي ځواکونه د پاکستان حریم ته درناوی لري او له ځينې ځانګړو مواردو پرته د پاکستان خاورې ته نه ننوځي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی، چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او د دغه ډلو پر وړاندې دې عملي او جدي اقدامات پيل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم تېره ورځ دوشنبې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې پاکستان د ترهګرو پروړاندې تر اوسه جدي اقدامات نه دي کړي.

هغه خبردارۍ ورکړی، چې که پاکستان د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې عملي او جدي اقدامات تر سره نه کړي نو امریکا به د دغه هېواد پر وړاندې نور ګامونه پورته کړي، خو په دې اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي