د بښنې نړیوال سازمان، پاکستان ته:

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو پر ضد دسیسې مه جوړوي

29 حوت 1396 ساعت 12:05

د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې له غورځنګه ملاتړ کړی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د دغه غورځنګ د مشرانو پر ضد دې دسیسې نه جوړوي.


د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې له غورځنګه ملاتړ کړی او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې د دغه غورځنګ د مشرانو پر ضد دې دسیسې نه جوړوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بېښې نړیوال سازمان ویلي د پاکستان حکومت دې پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته درناوی وکړي او پر ضد یې دې سیاسي او جنايي دوسیې نه جوړي.

د یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، پاکستان دې خپل ټول هغه قوانین بدل کړي چې په هغه کې دیموکراسۍ ته زیان دی او د خلکو غږ پورته کول پکې ناروا دي.

په خبرپانه کې راغلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په سوله ییزه او حق لاره د خپلو حقوقو د غوښتنو لپاره روان دي او پاکستاني حکومت ته په کار ده، چې غږ یې واوري.

خبرپاڼه وايي، د پاکستان حکومت دې ټولې هغه دوسیې له منځه یوسي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر ضد یې جوړې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي، چې دغه ډول غیر قانوني کړنې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او پاکستان ته په کار ده، چې ټولو نړیوالو بشري قوانینو ته درناوی وکړي.

د بېښنې نړیوال سازمان پر داسې مهال د پاکستان له حکومت دغه غوښتنه کوي، چې د پښتون غورځنګ یو مرستیال صادق اچکزی په چمن کې له پرون راهیسې د نامعلومه کسانو له خوا بې درکه شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 102565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com