۰
اسلام آباد کې مرستیال افغان سفیر:

کابل او اسلام آباد باید د بندیانو د تبادلې حل لارې ولټوي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۴
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مرستیال زردشت شمس وايي، کابل او اسلام آباد باید د بندیانو تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي.
کابل او اسلام آباد باید د بندیانو د تبادلې حل لارې ولټوي
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مرستیال زردشت شمس وايي، کابل او اسلام آباد باید د بندیانو تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمس ویلي دا مهال ګڼ شمېر افغانان په پاکستان او ګن شمېر پاکستانیان په افغانستان کې بندیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغه بندیانو د تبادلې له پاره کابل او اسلام آباد باید سره خبرې وکړي او د بندیانو د خلاصون حل لارې ولټوي.

د هغه په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندیانو په برخه کې کوم تړون نشته دی، خو دواړه حکومتونه هڅه کوي دغه ستونزه هواره کړي.

دی وايي، په افغانستان کې ډېری نیول شوي پاکستانیان تر ترهګریزو پېښو وروسته بندیان شوي دي او خپلو خپلوانو یې په اسلام اباد کې غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان د مرستیال سفیر په خبرهو چې دغه غوښتنلیکونه به ارزول کېږي او د ستونزو د حل هڅه به یې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي