۰

د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راځي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۲
پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې او ټاکل شوې کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راځي
پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر بلنه منلې او ټاکل شوې کابل ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار ناصرخان جنجوعه د سفر پر مهال د پاکستان لومړي وزیر ته بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر دغه بلنه منلې ده، خو دا یې نه دي ویلي، چې هغه به څه وخت کابل ته سفر کوي.

په ورته وخت سرچینې دا هیله هم ښودلې، چې ښايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به هم پاکستان ته سفر وکړي.

د دغه سرچینې په خبره د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړ پوړ چارواکو تګ راتګ د اړیکو رغېدا او ټښنګت ته ګټور تمامېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي