۰
طالبان:

که څوک سوله غواړي زموږ دفتر ته دې ورشي

سی شنبه ۲۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۱
وسله والو طالبانو د هرات د پخواني والي اسماعیل خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، څوک چې له طالبانو سره سوله غواړي، په قطر کې د طالبانو دفتر ته ورشي.
که څوک سوله غواړي زموږ دفتر ته دې ورشي
وسله والو طالبانو د هرات د پخواني والي اسماعیل خان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، څوک چې له طالبانو سره سوله غواړي، په قطر کې د طالبانو دفتر ته ورشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسماعیل خان څو ورځې وړاندې په هرات کې د یوې غونډې پر مهال پر طالبانو غږ وکړ، چې که له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، نو د ده په وینا له مجاهدینو سره دې د سولې خبرې وکړي.

اسماعیل خان په خپلو خبرو کې طالبانو ته ویلي وو« که له حکومت سره موافقې ته نه شۍ رسېدای د جهاد له کورنۍ سره وږغېږۍ چې د اسلامي حکومت د ټینګېدو لار هواره شي او جګړه هم پای ته ورسېږي.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اسماعیل خان د دغه څرګندونو په ځواب په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسماعیل خان دې د بهرنیو پوځیانو د وتلو د لارو چارو د موندلو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه ونیسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبان د هغو ټولو هلوځلو هرکلی کوي چې د سولې او جګړې د پای ته رسېدو لپاره کېږي خو د دغو هڅو هدف باید دا وي چې بهرني پوځیان له افغانستانه و وځي.

که څه هم طالبانو د هرات د پخواني والي د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی خو د افغان حکومت له خوا د سولې د وړاندې شوې طرحې په اړه یې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي