۰

افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام سالیو ته ووته

شنبی ۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
ایرلنډ ته په مارتې ورکولو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموند.
افغان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ نړیوال جام سالیو ته ووته
ایرلنډ ته په مارتې ورکولو سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار وموند.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال جام د غواروي له څو ورځو راهیسې په زمبابوې کې پیل شوې، چې پرون جمعه د وري میاشتې ۳ مه وروستۍ لوبه د افغانستان او ایرلنډ تر منځ وه.

د دغه لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ لوبډلې وګټلو او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې ۲۱۰ هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري راشد خان درې، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه.

په دوهم پاڼۍ کې د افغانستان د توپ وهنې پیل خورا ښه و، شهزاد محمدي په ۵۰ توپونو ۵۴ په زړه پورې منډې وکړې خو ګلبدین نایب هم ورسره ښه لوبه وکړه او په ۴۵ منډو وسوځېده.

د شهزاد او ګلبدین له سوځېدو وروسته لوبه د افغان لوبډلې له پاره یو څه سخته شوه خو کپتان اصغر ستانکزی چې مخکې یې د اپنډکس عملیات هم کړي و، په خورا دردمن حالت کې په زړه پورې لوبه وکړه او افغانستان یې بري ته ورساوه.

افغان لوبډلې په داسې حال کې، چې پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي و د لوبې په ۵۰ اور کې ۲۱۳ منډې وکړې او د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو ته یې ځان ویست.

افغان لوبډل مشر اصغر ستانکزي چې خورا زیات درد یې احساسولو د لوبې تر ګټلو وروسته ټول ولس ته د دغه سترې بریا مبارکي ورکړه خو تر څنګ یې پر هغه کسانو هم نیوکه وکړه، چې وړاندې یې د افغانستان په ماتو په لوبغاړو او بورډ باندې نیوکې کولې.

هغه وویل«دا هماغه لوبډله ته چې تاسو پرې نیوکې کولې، خو نن یې ځان نړیوال جام ته ورساوه، له ټولو هېوادولو مې هیله ده، چې خپل لوبغاړي په سخت حالت کې وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.»

افغانستان د غوراوي جام په سیالیو کې له ۶ لوبو څلور وګټلې او دوه د لومړني پړاو لوبې یې وبایللې.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان به د غواروي جام په هدف سبا یکشنبې د وري ۵ مه یو ځل بیا له ویسټ انډیز سره مخ کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي