۰

ننګرهار کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي

شنبی ۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.
ننګرهار کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي
په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن شرین آقا فقري ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز او مهترخان سیمه کې پر داعشیانو بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې ۱۴ داعشیان وژل شوي، چې ۱۲ تنه په کې بهرني اتباع دي او تر اوسه یې هویت نه دی څرګند شوی، چې د کوم هېواد دي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي