تر سیمه ییزه پولیسو وروسته اوس سیمه ییزه اردو جوړېږي

5 حمل 1397 ساعت 8:44

د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت د لا ټنګښت او ثبات په موخه د سیمه ییزه اردو د جوړولو خبر ورکوي.


د کندهار چارواکي په دغه ولایت کې د امنیت د لا ټنګښت او ثبات په موخه د سیمه ییزه اردو د جوړولو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کندهار والي زلمي ویسا په همدې تړاو په جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې د ملي اردو سیمه ځواک به لومړی د کندهار ولایت په دوه ولسوالیو کې رامنځ ته شي.

هغه د کومې ولسوالۍ نوم وانخیست خو زیاته یې کړې، چې تر هغې وروسته به دغه لړۍ د کندهار ولایت نورو ولسوالیو او دغه راز نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

کندهار والي دغه ګام د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې د هغوی ښې روزنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

باید و ویل شي، چې د دغه سیمه ییزې اردو تر جوړلو وړاندې د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې سیمه ییز پولیس هم جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د یاد وزارت تر واک لاندې د سیمه ییز پوځ جوړولو طرحه وړاندې کړې وه خو دا چې د سیمه ییزې اردو جوړول د هغې طرحه برخه ده او کنه، چارواکو یې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 102642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com