۰
سروردانش:

ډېر ژر به پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شي

یکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، حکومت د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دغه ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان شي.
ډېر ژر به پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شي
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، حکومت د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دغه ټاکنو د ترسره کېدو نېټه اعلان شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دانش له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي تدامیچي یاماموتو سره په لیدنه کې کړې دي.

سرچینه زیاتوی، چې دانش د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د نړیوالو په همکاریو او ښو ټاکنو په تر سره کېدو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې ډېر ژر به د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو تر سره کېدو نېټه اعلان شي.

دانش ویلي افغان حکومت له خپل ولس او نړیوالې ټولنې سره د کړې ژمنې پر اساس پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی او د تر سره کېدو له پاره یې جدي اراده لري.

هغه زیاته کړې، چې د فرصت د کمښت له امله د ټاکنیزو حوزو د ټاکل کېدو موضوع په ډېر ژر په کابینه کې روښانه شي تر څو د ټاکنو کمېسیون وکولای شي چمتوالي ونیسي.

نوموړي په دې برخه کې ځینو تخنیکي ستونزو ته په اشارې سره ویلي، چې د قانون له مخې حکومت اړ دی تر څو د هېواد د نفوس احسایه د رایې ورکولو د حوزو له پاره مشخص او کمېسیون ته یې وړاندې کړي.

په ورته وخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي ویلي، چې ملګري ملتونه پوره چمتوالی لري، چې د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي