د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګرۍ وده کړې ده او صادراتو او وارداتو کچه به نوره هم لوړه کړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ وزیر جمشید حاجي اف په یوه خبري غونډه کې ویلي دوی به د درې میلیارده ډالرو په ارزښت توکي افغانستان ته صادر کړي.
د هغه په وینا په تېرو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې ۱۸ سلنه وده کړې ده او په راتلونکو کلونو کې به یې کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
نوموړی وایي، د افغانستان او او ازبکستان حکومتونو پرېکړه کړې چې د سوداګرۍ کچه به په نږدې راتلونکې کې تر ۱،۵ میلیارده ډالره پورې رسوي.
جمشید حاجي اف زیاته کړې، چې افغانستان له ازبکستان د ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت د توکو صادرولو ظرفیت لري.
باید و ویل شي، چې د ازبکستان د سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ډېرو اسانتیاوو پر رامنځ ته کېدو هم ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل