افغان کرکټ لوبډلې د غواراوي جام اتلولي وګټله

6 حمل 1397 ساعت 8:43

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي خپله کړه.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي خپله کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریزه جام سیالیو ته وتلو افغانستان او ویسټ انډیز تېره ورځ د دغه ټورنمټ یا د غوراوي سیالیو وروستۍ لوبه تر سره کړه.

د لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۲۰۴ منډې وکړې.

افغان توپ اچوونکو یو ځل بیا په زړه پورې توپ اچوونه وکړه او د ویسټ انډیز پیاوړي توپ وهونکي یې ډېرو منډو ته پرېنښودل.

د افغان توپ اچوونکو له لوري مجیب ځدراڼ ۴، ګلبدین نایب دوه، راشدخان، دولت ځدراڼ او شرف الدین یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان توپ وهونکو د لوبې په دوهم پاڼۍ کې د ویسټ انډیز ورکړای شوی ۲۰۵ منډې هدف په ۴۱ اور کې پوره کړ او دغه لوبه یې د ۷ ویکټو ۵۷ توپونو په توپیر وګټله او ورسره یې د غوراوي جام اتلولي هم خپله کړه.

د توپ وهنې په برخه کې شهزاد محمدي ۸۴، رحمت شاه ۵۱، محمد نبي ۲۷، سیمع الله شینواري ۲۰ او ګلبدین ۱۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شهزاد محمدي شو.

باید و ویل شي، چې دا په روان سیالیو کې دوهم ځل دی، چې افغانستان ویسټ انډیز پیاوړې لوبډلې ته چې تر اوسه یې په دغه ټورنمټ کې له بل ټیم څخه ماته نه وه خوړلې ماته ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان او ویسټ انډیز دواړه د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته وتلي، چې افغانستان په Aګروپ کې له سریلانکا، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او پاکستان سره یو ځای دی.

دغه نړیوال جام به د ۲۰۱۹ کال په می میاشت په انګلستان کې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com