۰
جنرال جان نیکولسن:

د کوټې شوار طالبانو ته ویلي، چې ځانمرګي بریدونه ډېر کړي

دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د کوټې شورا طالبانو ته لار ښوونه کړې، چې ښارونه دې نه نیسي، بلکې ځانمرګو بریدونو ته دې زور ورکړي.
د کوټې شوار طالبانو ته ویلي، چې ځانمرګي بریدونه ډېر کړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، د کوټې شورا طالبانو ته لار ښوونه کړې، چې ښارونه دې نه نیسي، بلکې ځانمرګو بریدونو ته دې زور ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو څلور میاشتې وړاندې په کوټې شورا کې دغه پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاتوي، په دغه پرېکړه کې طالبانو ته ویل شوي، چې تر دې وروسته به ولایتونه او ولسوالۍ نه نیسي، بلکې خپل شتون به د ځانمرګو بریدونو له لارې ثابتوي.

جنرال نېکولسن وايي، د همدې پرېکړې پر اساس طالبان غواړي ځانمرګي بریدونه ډېر کړي، خو پر ولسوالیو او ولایتونو به بریدونه نه کوي.

په ورته وخت کې جنرال نېکولسن دا هم زیاته کړې، چې د وسله والو طالبانو دغه پرېکړه ثابتوي، چې دوی تر فشار لاندې دي او د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو فشارونه مثبت تمام شوي دي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندا ویلي، چې طالبان د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو دنیولو توان نه لري او دا قوت یې له لاسه ورکړی دی.

جنرال جان نېکولسن ټینګار کړی، چې طالبان خپلې ډېری پرېکړې په کوټه شورا کې په پاکستان کې کوي او دا هغه څه دي، چې پاکستان هر ځل رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي