اروزګان کې یو سرتېری او ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

6 حمل 1397 ساعت 11:30

سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د دریو افغان سرتېرو په ګډون ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د دریو افغان سرتېرو په ګډون ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د نصرت په نوم پوځي عملیات له تېرو دریو ورځو راهیسې د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک په سیمه کې پیل شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په عملیاتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نایاب زیاتوي، چې دا مهال د ګوګرک سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او عملیات لا هم روان دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چې په دغه سیمه کې د افغان پوځ عملیات په شاه تمبولي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 


د مطلب کود: 102695

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102695/

جمهور
  https://www.jomhornews.com