۰

د دایکنډي د انتخاباتو کمېسیون رییس د جنسي تېري په تور نیول شوی

سی شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
سیمه ییز عدلي او قضايي چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.
د دایکنډي د انتخاباتو کمېسیون رییس د جنسي تېري په تور نیول شوی
سیمه ییز عدلي او قضايي چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دایکنډي ولایت د جرایمو ضد څانګې څارنوال شیر حسین سحر وایي، د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس قاسم قسیم د وسلو د لېږد او پر یوه انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

نوموړي ویلي، چې قاسم قیسم تېره ورځ د پولیسو له خوا پر یوه انجلۍ د جنسي تېري او دغه راز د وسلو د لېږد په تور نیول شوی، چې دوسیه یې په څارنوالۍ کې تر پلټنې لاندې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي