د ملګرو ملتونو عمومي منشي:

د افغان سولې لپاره رامنځ ته شوي طلايي فرصتونه باید ضایع نه شي

7 حمل 1397 ساعت 11:36

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تاشکند غونډې ته په استولي لیک کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د تاشکند غونډې ته په استولي لیک کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش د تاشکند کنفرانس څخه د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې دا د افغان سولې له پاره یو طلايي فرصد دی.

هغه په لیک کې ازبکستان د ولسمشر شوکت میرزایف او افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ابتکار ستاینه او زیاته کړې یې ده، چې ازبکستان او افغانستان مشترک لیدلور او ګډه راتلونکې لري، نو ښه به وي چې د سیمه ییزو ستونزو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي ګوتریش زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان د ثبات لپاره دغه طلايي فرصتونه ضایع نه شي او په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ورته هڅو د دوام غوښتنه هم کړې ده.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د سولې په اړه په تاشکند کې کنفرانس پرون پیل شوی، چې نن ولسمشر غني او د هغه ازبک سیال هم دې کنفرانس ته ویناوې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com