د افغانستان سنا مجلس د تاشکند له غونډې ملاتړ وکړ

7 حمل 1397 ساعت 13:48

د افغانستان مشرانو جرګې یا سنا مجلس د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو له جوړ شوي کنفرانس څخه ملاتړ اعلان کړ.


د افغانستان مشرانو جرګې یا سنا مجلس د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو له جوړ شوي کنفرانس څخه ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سنا مشر فضل الهادي مسلم یار د دغه جرګې د نن سه شنبې په عمومي غونده کې و ویل، چې سوله د افغانانو جدي اړتیا او غوښتنه ده او دغه جرګه هم د سولې په تړاو د تاشکند له غوندې ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې رییس هیله وښوده، چې د تاشکند غونده به افغانستان کې د سولې د راتګ له پاره ښې پایلې ولري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په خپلو خبرو کې و ویل، چې ازبکستان وروسته له ۱۹ کلونو د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې کوربه دی او په وینا یې د افغانستان ستونزه داخلي نه بلکې سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري.

هغه و ویل، چې تر دې کاله وړاندې پورې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې سیمه ییز حساسیتونه لږ و، خو اوس داسې ښکاري، چې موضوع پچلې شوې ده.

نوموړي هم تمه وښوده، چې د تاشکند په غونډه کې به ګډونوال په افغانستان کې د سیمې هېوادونو د لاسوهنو په مخنیوي ټینګار وشي او د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو به فشار راوړل شي، چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

دغه راز ګڼ شمېر نورو سناتورانو هم دا هیله وښوده او د تاشکند کنفرانس پر ګډون والو یې غږ وکړ، چې د ترهګرو پر ملاتړ هېوادونو فشار زیات کړي تر څو هغوی د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان له سولې او ثبات څخه برخمن شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com