د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی

7 حمل 1397 ساعت 13:57

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د راکېټي بریدونو په تړاو کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د راکېټي بریدونو په تړاو کابل کې د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر افغان خاوره د پاکستان راکټي بریدونه یو سپک عمل او له ټولو قوانینو سرغړونه بللې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان پر کونړ او ځينو نورو ولایتونو راکیټي بریدونو ته ادامه ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي افغان حکومت د پاکستان دغه سپک عمل په کلکو ټکو غندي او د راکیټي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي.

خبرپاڼه وايي، سره له دې چې په ځلونو یې د پاکستان دغه کړنه غندلې خو لا هم پاکستان خپل دغه سپک کار ته ادامه ورکړې ده.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې موخه یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی او په دې اړه یې وضاحت ترې غوښتی.

سرچینه زیاتوي دغه ډول بریدونه نه یوازې دا، چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابوي، بلکې ترهګرو ته د نا امنیو د جوړولو زمینه هم برابروي.

باید و ویل شي، چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر سیمو تر زرګونو راکټي بریدونه کړي، چې امله یې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102741

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102741/

جمهور
  https://www.jomhornews.com