۰

د شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی

چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
چنايي رسنیو تاييد کړه، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په یوه نه اعلان شوي دوه ورځني سفر چین ته ورغلی دی.
د شمالي کوریا ولسمشر چین ته تللی دی
چنايي رسنیو تاييد کړه، چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون په یوه نه اعلان شوي دوه ورځني سفر چین ته ورغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین شینهوا خبري آژانس په راپور کې ویلي، چې اون د چین له ولسمشر سره کتلي او ماښامنۍ یې هم یو ځای سره خوړه.

راپورنه وايي، اون ځکه چین ته سفر کړی، چې غواړي له امریکا او جنوبي کوریا سره تر خبرو مخکې له خپلو نېږدې متحدینو سره خبرې وکړي.

دا د اون تر ولسمشر کېدو وروسته لومړنی بهرنی سفر دی، چې تر سره کوي یې.

تېره ورځ جاپاني او امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې د شمالي کوریا د یوه اروګاډي قطار چین ته تللی چې ښايي د دغه هېواد ولسمشر به په کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي