د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له امریکا او روسیې غوښتي، چې افغانستان د خپل تقابل په ډکر نه بلکې د همکاریو په مرکز بدل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رباني دغه څرګندونې د تاشکند کنفرانس په څنډو کې له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او په افغانستان کې د ځینو مسایلو په اړه ضد او نقیضي څرګندونې کوي.
رباني زیاته کړې، چې افغانستان باید د روسیې او امریکا ترمنځ د تربګنۍ او اختلافونو په ډګر وا نه وړي بلکې دواړه هېوادونه دې هلته خپلې همکارۍ سره زیاتې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دواړو هېوادونو مننه کړې چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته کوي، خو له دوی یې غوښتي چې افغانستان د همکاریو په مرکز بدل کړي نه دتقابل.
دا هماغه خبره ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د تاشکند په غونډه کې چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ۲۳ هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه ګډونوالو ته وکړه.
ښاغلي غني پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې افغانستان دې د تقابل پر ځای د خپلو همکاریو په ډګر بدل شي ځکه د هغه په وینا د افغانستان جغرافیايي موقعیت کولای شي د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا په مرکز بدل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل