۰

هند د افغانستان د پرمختګ له پاره خپلې مرستې ډېروي

پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، باثبات افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به د دغه هېواد د پرمختګ له پاره خپلې مرستې لا پراخه کړي.
هند د افغانستان د پرمختګ له پاره خپلې مرستې ډېروي
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، باثبات افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او دوی به د دغه هېواد د پرمختګ له پاره خپلې مرستې لا پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د بهرنیو چارو وزیر ام جي اکبر د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د یو پرمختللي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړولو لپاره له یاد هېواد سره خپلې مرستې تر درې میلیارده ډالرو رسوي.

ښاغلي اکبر ټینګار کړی چې هېواد یې سوله ییز او باثبات افغانستان د ځان او ټولې سیمې په ګټه بولي او ورسره په هر اړخیزه توګه مرستو ته چمتوالی لري.

ده ویلي، چې هند تېر کال هم له افغانستان سره په پراختیایي او ښه ژوند له پاره ۱۱۶ پروژې پلې کړې دي، چې ډیری یې د کډوالو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې وې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د کابل او ډهلي ترمنځ د هوایي دهلیزونو پرانیستې ته په اشارې و ویل، چې دا د افغانستان او هند تر منځ د ورورولي اړیکو په برخه کې یو ښکاره ګام وو.

ښاغلی اکبر زیاته کړې، چې هند به له خپل دې ګاونډي هېواد سره چې په لسیزو، لسیزو جګړو ځپلی دی مرستې کوي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به یې تر څنګ ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ کابل کې د هند سفیر وینای کمار هم ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، چې هند هوايي په دغه ولایت کې د راستنو شویو افغان کډوالو له پاره د ۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د استوګنې کورنه جوړي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي