سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل- جلال آباد په لویه لار د لغمان ولایت اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار پنشنبې د وري ۹ مه د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان ولایت اړوند د کاکڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، پېښه د دوه لوی باروړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړهو چې ټپیان د کاکڅ په کلینک کې تر درملنې وروسته د ننګرهار مرکزي روغتو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا په پېښه کې وژل شوی کس د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.
جمهورخبري آژانس:لغمان