۰

دفاع وزارت وايي په فراه ولایت کې ۷ پاکستاني وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د درې قوماندانانو او ۷ پاکستانیانو په ګډون د ۵۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
دفاع وزارت وايي په فراه ولایت کې ۷ پاکستاني وسله وال وژل شوي
د ملي دفاع وزارت په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د درې قوماندانانو او ۷ پاکستانیانو په ګډون د ۵۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن پنشنبې په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د سیاه جنګل په سیمه کې د وسله والو پر ضد هوايي او ځمکني عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د د فضل الهادي، سردار او معاذ په نومونو درې سیمه ییز قوماندانان، ۷ پاکستاني وسله وال او ۲۱ نور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې دغه راز په دې چاڼیزه عملیاتو کې ۲۱ نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د فراه له بالابلوک ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو نښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

ځینې سرچینې وايي، چې د بالابلوک په جګړه کې د ځانګړو ځواکونو پنځه افغان سرتېري هم وژل شوي، خو دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي