کونړ کې د دوه قوماندانانو په ګدون شپږ داعشیان وژل شوي

9 حمل 1397 ساعت 12:04

په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې کونړ ولایت کې پر داعش هوایي برید کړی او شپږ داعشیان یې وژلي دي.


په ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، بې پیلوټه الوتکې کونړ ولایت کې پر داعش هوایي برید کړی او شپږ داعشیان یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خیتځ کې د ملي اردو قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید تېره ورځ چهار شنبې د وري ۸ مه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ بدګاه په سیمه کې پر داعشیانو شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې هوايي برید کې شپږ داعشیان وژل شوی، چې په کې د حسن خان او محمد الله په نومونو د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې برید کې د داعش یو پټنځای او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په جوزجان ولایت کې هم د داعش د دوه ازبکستاني غړو د وژلو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 102822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com