سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سمنګانو ولایت کې یو تن د چري ټوپک په ډزو خپل دوه کلن زوی وژلی او مېرمن یې ټپي کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د سمنګانو ولایت د مرکز ایبک اړوند د میرکلال په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سمنګانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول منیر رحیمي وايي، د دغه سیمې یو تن اوسېدونکي کمال الدین لومړی له خپلې مېرمنې سره شخړه کړې او وروسته یې پرې د چري ټوپک ډز کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، په دغه ډز د هغه دوه کلن زوی لګېدلی، چې وژل شوی او مېرمن یې ټپي شوې ده.
دی زیاتوي، چې د کمال الدین او مېرمنې تر منځ یې اختلاف وو خو دا چې د څه پر سر یې اختلاف و جزیات یې نه دي ورکړي خو وايي، کمال الدین نیول شوی او په لومړنیو څېړنو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
په ورته وخت د ایبک ښار د ولایتي روغتون نوکریوال ډاکتر محمد وسیم زرین ویلي، چې ټپي مېرمن په روغتون کې تر درملنې لاندې ده او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
جمهورخبري آژانس:سمنګان