۰

روسیه و طالبانو ته: بښنه غواړو پیسې نه لرو

شنبی ۱۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان له پاره د روسې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیې د وسله والو طالبانو هغه غوښتنه رد کړې، چې مالي مرسته یې ترې غوښتې وه.
روسیه و طالبانو ته: بښنه غواړو پیسې نه لرو
د افغانستان له پاره د روسې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسیې د وسله والو طالبانو هغه غوښتنه رد کړې، چې مالي مرسته یې ترې غوښتې وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي وسله والو طالبان وايي، هر څه ته چې اړتیا لري د افغانستان له د ننه یې تر لاسه کولای شي خو یوازې پيسو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د روسیې اړیکو هدف یوازې په افغانستان کې د افغان ولس د امنیت تامین دی او د طالبانو د پیسو غوښتلو په برخه کې د روسیې ځواب طالبانو ته هر ځل دا دی، چې «بښنه غواړو پیسې نه لرو.»

د هغه په وینا روسیه طالبان او داعش دواړه ترهګرې ډلې بولې او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د طالبانو د ایستلو سره مخالفت نه لري، خو په دې شرط چې طالبان په واقعي ډول له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

کابلوف وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و ویل، چې روسیه له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته وسلې او مرستې ورکوي.

جنرال نېکولسن ویلي و دوی داسې اقدامات ویني، چې روسیه غواړي افغانستان بې ثباته شي.

خو روسیې هر ځل د امریکايي چارواکو دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې امریکا هېڅ ډول اسناد نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي